درد مند زړګي ته يې دوا راوله
داسې به نه شي چې له درده مړ شي
ته یی ژوندون ته تمنا راوله
دا خو د مني مازیګر په څیر دی
څومره وي لنډ او څومره زر تیر شي
خو په زړګي زما قبضه کړې ده
له خونده ډک وي خوندور تیر شي
زړورتیا یې بی مثاله بولم
په مات زړګي چې را ته ډاډ راکوي
زه یادونو باندې ژوند کومه
په نه تشون هم مې زړه ته داد راکوي
د مینې يو ناکامي دا ګڼمه
چې د مین ژبه تُتلۍ ښکاره شي
سمه وینا یی خولې ته نه را درومي
قصه د مینې يې ګونګۍ ښکاره شي
زړورتیا يې بې مثاله بولم
په مات زړګي چې را ته ډاډ راکوې
چې په یادونو يې زه ژوند کومه
په نه لیدو مې روح ته داد راکوې
فکر و نۀ کړې چې مغرور یمه زه
ډېرو ناخوالو بدل کړی یمه
چې د روغبړه دې نن ډډه کوم
ستا دې خویونو تا نه وړی یمه
خدای دی هیڅوک دومره بی وزله نه کړي
چې مسکا هم چاته کولای نه شي
مسکا د ژوند د رنګینیو جوړه
له مسکا هیڅوک مړیدلای نه شي
دا ځینې خلک د انځور په شانتې
چې په کتلو يې ستا نیت خراب شي
چې ته يې څومره را نژدې کړې ځانته
په جوختولو یې کیفیت خراب شي
انصاف به تل له بارانه زده کوې
چې په ګلونو او اغزو وریږي
هغه به وي څنګه انصاف عادله
چې ما پریږدي او په هغو وریږي
ن عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 95