حمد شریف ننګ

ساخت وبلاگ

ربه راکړه قوت ستا په دین چې ننګ کړم

ستا د پاکې لارې ځان چې خپل ملنګ کړم

اراده مې کړې مضبوطه ستا په عهد

ستا په دین باندې چې ځان لکه پتنګ کړم

ستا په هر یو امتحان کې مې کامیاب کړې

توان راکړې د اسلام په نوم چې جنګ کړم

ګنهګار ضعیف بنده دې یمه ربه

د بخشش غوښتنه تا نه په هر درنګ کړم

ما د داسې یو اباد هیواد څښتن کړه

ګاونډیانو سره ځان چې خپل همسنګ کړم

د شیطان مکار له لومو نه مې بچ کړې

ژوندانه کې چې ځان بچ له دی بدرنګ کړم

عبادت کې مې کړه قبول عادله ربه!

عبدیت چې ستا یو برخه د فرهنګ کړم

ن عادل

+ نوشته شده در سه شنبه پنجم دی ۱۴۰۲ ساعت 15:21 توسط نسیم شاه عادل  | 

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 27 تاريخ : چهارشنبه 6 دی 1402 ساعت: 15:07