څوک دنیا ځینې ګیلې کوي لګیا دي
څوک نشې اوتماشې کوي لګیا دي
څوک بی غمه په کورونو کې ویده وي
څوک د غمه شوګیرې کوی لګیا دي
څوک یې تش په لوپټه پسې ړندیږي
څوک څلور سره شپې کوي لګیا دي
څوک د ژوند د لذتونو مالامال دي
څوک د ورونو جنازې کوي لګیا دي
څوک ځای ځای اجاره کور پسې ګرځيږي
څوک ماڼیو کې چرچې کوي لګیا دي
څوک د لارې کرایه ته خیرانیږي
څوک موټرو کې میلې کوي لګیا دي
څوک عادل سره په خړو خاورو ناست وي
څوک یورپ کې بیا نشې کوي لګیا دي ن عادل
ن عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 26