بد بخته خلک دي همیش یو د بل پښې وهي
په شرم اوړې چې د بل چا دروازې وهي
نه د مسجد نه به د کور نه د دیرې پاتې شي
هغه شتمن چې د غریب سره چنې ووهي
ددغې کلي ملکان هم په خیرات روږدي دي
مال د فقیر، یتیم دورځي هم د شپې وهي
ځينې به ګورې چې همیش سپينه جامه کې ګرځي
په خیریه کارو کې هم ځان ته شوړې وهي
په دولتي چوکاټ کې خـــپلې منافع لټوي
که فکر وکړې په هر ځای کې به سورې وهي
غله ته د غلا طریقه وښیی کوربه ته وایی
ګوره چې غل به بله ورځ درنه پیسې وهي
الله غفار دی مګر دومره هم په یاد وساتئ
که یې په قهر شو راګیر بیا به نارې وهي
دلته په سترګو د مخلوق کې به سپین باز وګرځي
قیامت راځي د رب په درکې به ګونډې وهي
وايې کعبه کې وي د زړنو صفایي عادله
دوي چې د هغه ځایه راشي هم دعوې وهي
ن عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 24