د کم جرئتۍ پينځه مهم لاملونه

ساخت وبلاگ

د کم جرئتۍ پينځه مهم لاملونه

زموږ په هېواد کې ډیر کسان چې زیاتره یې زده کوونکي او محصلین دي، دوي نه شي کولای چې د مشرانو یا د خپلو ملګرو پر واړندې خبرې وکړي دوی زیاتره د بې جرئتی احساس لري، او له چا خپل حق هم نه شي غوښتلای.

په دې برخه کې یوې څیړنې دا ثابته کړې، هغه کسان چې ډیر بې جرئته وي د خلکو پر واړندې له خبرو کولو ډاریږي، دغه څیړنه دا هم ثابتوي چې ښځې بیا د نارینوو په پرتله دا ویره کمه لري او د نارینوو په پرتله د خلکو پر واړندې ښې او په جرئت خبرې کوي، نو ډاکټرانو او ارواپوهانو ددې ستونزې لپاره ګڼ لاملونه په ګوته کړي، چې په لاندې کرښو کې به یې درته روښانه کړو.

۱: په ځان باور نه لرل

د بې جرئتۍ یو مهم لامل پر ځان بې باوري ښودل شوې ده؛ ډیر خلک په ځان باور نه لري دوي له دې ویره لري که د خلکو پر وړاندې کومه خبره وکړي هسې نه چې ترې غلطه شي یا ترې بله کومه تېروتنه وشي نو خپله خبره پريږدي د وخت په تېرېدو سره همداسې بې زړه او بې جرئته پاتې کیږي چې دا کړنه یې په راتلونکې ژور اثر پرې باسي، او ددې ستونزې ترڅنګ نورې ستونزې هم زیږوي چې باید یې د حل لاره وموندل شي تر څو د پرمختګ پر واړندې مو خنډ نه شي.

۲: په مجلسونو او کنفرانسونو کې ګډون نه کول

زموږ د ځوانانو ستره ستونزه دا هم ده چې ټولنیز ژوند نه خوښوي دوی همداسې له ماشومتوبه یواځې والی د ځان عادت ګرځوي؛ دا نه خوښوي چې د خلکو سره ګډ ژوند وکړي. دا هغه کسان دي چې نه غواړي په ناستو او مجلسو کې ګډون وکړي، ډاکټران او ارواپوهان وایي، په کنفرانسونو او داسې نورو ناستو کې ګډون د انسان د خبرو کولو د مهارتونو او د جرئت په زیاتولو کې مرسته کوي.

۳: په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کوونکو نه ارزیابي کول

یو بل مهم لامل دا دی چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کوونکي نه ارزیابي کیږي، او زده کوونکي چې کله له کوره ښوونځي ته داخل شي نو همداسې پوهنتون او له پوهنتون نه ټولنې ته وړاندې کېږي، نو باید په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کوونکو او محصلینو ته د زده کړو ترڅنګ د هغوی جرئت او زړورتیا ته هم کار وشي، خو نن سبا زموږ په ښوونځیو او پوهنتونونو کې هغه کسان چې جرئت لري هغه مخ پروړاندې ځي او ښوونکي ورسره ډیره مرسته کوي خو هغه کسان چې جرئت نه لري د ښوونکو له پامه غورځیږي او وروسته پاتې کیږي.

۴: په ماشومتوب کې د کورنۍ او نورو مشرانو له خوا تهدید

د ارواپوهانو په اند هغه کسان چې د خلکو پر وړاندې بې جرئته وي، هغوي په ماشومتوب کې د کورنۍ د غړو لکه د مور، پلار، ورور، خور، کاکا او داسې نورو له خوا تهدید شوي وي. ماشومانو ته هغه وخت اجازه نه ورکول کیږي چې د دوی پرواړندې خبرې وکړي، ددې پرځای چې په ماشومتوب کې خپلو اولادونو ته د خبرو کولو طرز او طریقه وروښيو، تهدیدوو یې او د خبرو نه کولو لارښوونه ورته کوو.

۵: ماشومان له کوره بهر لوبو ته نه پرېښودل

ډاکټران وايي، هغه کسان چې په ماشومتوب کې له کوره بهر لوبې کوي، په همغه وخت کې له چاپېریال سره بلد کیږي، او د هغو کسانو په پرتله زړور وي چې په خپل کورنو کې لوی شوي وي. ډیرې کورنۍ وېرېږي که خپل ماشومان بهر لوبو ته پرېږدي هسې نه بې لارې او بې تربیې شي، ډیرې کورنۍ هڅه کوي چې خپلو ماشومانو ته د لوبو وسایل او د لوبو فضا په کور کې برابره کړي، خو دا فکر غلط دی.

+ نوشته شده در پنجشنبه نهم فروردین ۱۴۰۳ ساعت 8:52 توسط نسیم شاه عادل  | 

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 4 تاريخ : شنبه 1 ارديبهشت 1403 ساعت: 14:08