ختمونه د قران دي رحمتونه راوریږي
الله به رضي کیږی
ګلونه د بوستان چې مدرسې نه فاریغیږي
په ژوند به خوشالیږي
ختمونه دی د پاک کلام وریږي رحمتونه
الله په داسې غونډو به نازل کړي برکتونه
پوره یې شه په ژوند کې د ټول عمر ارمانونه
د رب حضور کې دوي په هسکه غاړه به دریږي
منزل ته به رسیږي
ختمونه د قران دي رحمتونه راوریږي
الله به رضي کیږی
ګلونه د بوستان چې مدرسې نه فاریغیږي
په ژوند به خوشالیږي
قاري حافظ به کړي د اویا تنو شفاعت
سرونه به یې وي ټولو قومونو کې اوچت
الله به ورله ورکړي درجې او منزلت
الحمد نه شروع او والناس به یې ختمږي
درجې یې پورته کیږی
ختمونه د قران دي رحمتونه راوریږي
الله به رضي کیږی
ګلونه د بوستان چې مدرسې نه فاریغیږي
په ژوند به خوشالیږي
فارغ به شي له دغې مدرسې نه حافظان
هم جوړ به شي له دوي نه عالمان او عارفان
مخلوق به کړي د رب په پاکه لاره دوی روان
د دوی په سر به ښکلي دستارونه تړل کیږي
عالم به ترې جوړیږي
ختمونه د قران دي رحمتونه راوریږي
الله به رضي کیږی
ګلونه د بوستان چې مدرسې نه فاریغیږي
په ژوند به خوشالیږي
ن عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 46