ای ربه کرم وکړې د کرم دی هیله من یو
غمجن يو او غمجن ،غمجن، غمجن، غمجن، غمجن يو
د زړه سکون ته لاره مو هواره چرته نه شوه
په کومه ګناه سر يو چې وير جن، وير جن، وير جن يو
جهان دې لولپه شي، خو بس ستا خفګان دې نه وي
دا ستا نا رضايې باندې خوږ من خوږ من خوږ من يو
په هجر د یو چا چې ان تر ځانه راته خوږ وي
په داسې يو فراق به خود دردمن دردمن دردمن يو
د اوښکو توئيدنه د رنځور زړه علامه ده
چې ستا په در یې توې کړو نو ډاډمن، ډاډمن، ډاډمن يو
رحيم رحمن يې ربه د جلال کمال څښتن يې
دا ستا په بندګۍ ځکه ښادمن ښادمن ښادمن يو
بس ستا د مغفرت امید لرو عادله ربه!
کنۍ په خپلو کړنو مخ تورن تورن تورن يو
ن عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 4