کلدارې

ساخت وبلاگ

د کلدارې فریاد او زمونږ بد دعایي

ساه مې لنډه لنډه کیږي

پخوانۍ وخت مې یادیږي

زه نو چا په دغه حال کړم

چې ډير زیات یې ناقرار کړم

د افغان ازار وهلي

ځکه شوې داسې مښلې

شرم نه لرې مردارې

بی ارزښته شوې کالداري

ته خو اوس یو په څلور یې

شه غټان دې په څلوري

تا خو تل منافقت کړ

تل افغان نه دې سرقت کړ

نوم دی ورک به شي مکارې

بی ارزښته شوې کالداري

حیثیت یې خاورې کیږي

قاید اعظم غریب ژړیږي

چې روپۍ یې شوله سپکه

خیرانیږي بی درکه

اوس خو مرګ درته پکار دی

ځکه ملک دی خوار زار دی

درمل نه لرې بیمارې

بی ارزښته شوې کالداري

خوار زار شې ای بدبخته

حالت بد دې شه بی وخته

تاسې و به وژاړۍ ډير

کړي به خدای تاسو راګېر

دا ژړا مو دایمي شه

ستا په خونه بربادي شه

چې افغان درنه بی غم شي

ستا په کور دی خپله غم شي

اوس په لار به شې بې لارې

بی ارزښته شوې کالداري

د افغان دښمنه ورک شې

په هر ځای په سپکو سپک شې

تا مونږ نه پریښو سبا ته

درکوي رب سزا تاته

خپله پوه به شې غدارې

بی ارزښته شوې کالداري

خدای به جوړ درته تومن کړي

هر افغان چې پرې خامن کړي

په شرمونو به شرمیږي

ته به نوره هم سپکیږي

ته په سپکو شولې سپکه

خدای به ورکه کړي تا ورکه

ته به وکړې ښې کوکارې

بی ارزښته شوې کالداري

بی ارزښته شوې کالداري

+ نوشته شده در یکشنبه دوازدهم شهریور ۱۴۰۲ ساعت 15:7 توسط نسیم شاه عادل  | 

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 57 تاريخ : جمعه 17 شهريور 1402 ساعت: 15:41