وایم چې زه په انتخاب پوهېږم
زه په حساب او کتاب په پوهېږم
ځواني مې ټوله بیهوده تیره کړه
دعوه کوم چې په شباب پوهېږم
ستا د انکار څخه مایوسه نه یم
زه په خوندنو د سراب پوهېږم
زه یې لوګی کړمه سکروټه یې کړم
ستا د یارۍ په بد عذاب پوهېږم
ستا له خبرو نه لذت اخلمه
د ادبیاتو په هر باب پوهېږم
زرګونه میندې یې کړې کونډې بورې
هی په ناترسه انقلاب پوهېږم
عادل به څنګه تا ونه پیژني
ستا په رنګونو د نقاب پوهېږم
نسیم شاه عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 45