دا می هیله دا می هوډ دا می ارمان دی.
سر بلند مې خوښ د هر یوه افغان دی
انسانان ټول سره یو دي نه بیلیږي
چې نفاق غواړي هغه په ویر دځان دی.
ټول ګلان د یوه بڼ د ستر خالق دي
رهنما یې راستولی پاک قران دی.
ای رازقه ته لایق یې د حمدونو.
چې يې نه مني هغه کله انسان دی.
دا متل دی چې په زوره کلي نه شي
د ملت خفګان کې ګورئ لوی تاوان دی.
زوریدلې مو ولس هر یو ظالم دی .
تل په اوښکو يې لوند شوی چې ګریوان دی.
ځانځاني لویه بلا، ځان ځینې ژغوره
سود یې نشته ځانځاني واړه زیان دی
د عادل در کې د زړه نه توبه ګار شه
که دا ونه کړې عمل کې دی نقصان دی
ن عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 20