بی درمانه دردمن

ساخت وبلاگ

زه درد مند او بې درمانه مړه مرمه

زړه مې چوي له ډير خفګانه مړه مرمه

چې په ما جبر کوې پروا مې نه شته

خو چې بل ته شې مسکانه مړه مرمه

عالمونه به مې ټول تپوس ته راشي

چې رانه شې بی له تانه مړه مرمه

واړه ژوند راته زندان زندان زندان دې

بیلتانه کړم پریشــــــــــانه مړه مرمه

چې خاموش فکر مه کړه چې نا پوه یم

دومره  نه شې بد ګمانه مړه مرمه

حقیقت چې اوس عادل ته ښه څرګند شو

شاید شي به  پښیمـــــــــاته مړه مرمه

نسیم شاه عادل

۱۳۹۷/۱/۸

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 135 تاريخ : چهارشنبه 19 دی 1397 ساعت: 13:15