چې مینه خقیقي وي نو ورانیږي خلک څنګه؟
د وصل ژوندون تل د خوشالیو سره مل وي
د هجر په لمحو کې نو خوښیږي خلک ځنګه ؟
د عشق په دریاب نا اشنا خلکو ویل داسې
چې لاره دی وي ورکه پیدا کیږي خلک ځنګه ؟
د میوو په جامونو چې نشه شمه زنګیږم
د زلفو په ټلونو نو زنګیږي خلک څنګه؟
په ژوند کې له الفته یو شیبه هم وزګار نه یم
چې دلته په عناد اوس نه مړیږي خلک څنګه؟
عادله بلوه ګانې راخورې دی رب دی خیر کړي
له داسې بدمرغیو نه بچیږي خلک څنګه؟
نسیم شاه عادل
چې سر باندې مې وخیژې...
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 144