چې په وطن مې غوغا ګانې ظوفانونه راځي
چې بل څوک نه مري افغانانو له مرګونه راځي
چې په هیواد مې د راکټو ګزارونه راځي
چې مخنیوې یی نه شته ځکه ارمانونه راځي
دا چې هر وختې د بمونو اوازونه راځي
هر خواته مرګ در او د وینو سیلابونه راځي
ستم ستم ستم د لاسه فریادونه راځي
عادل مومند په زړه افسوس په زړه اهونه راځي
خدایه چې ولې د افغان په کور ظلمونه راځي
نسیم شاه عادل
چې سر باندې مې وخیژې...
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 145