عطر کارونه هغه دود دی چې د پخوا زمانې راهیسې په نړیواله کچه تر سره کیږي.
دغه دود د نړۍ دبیلابیلو هیوادونو ترڅنګ په ګران وطن افغانستان کې هم اوږده مخینه لري، مشران ، واړه او ځوانان د ځانکړو ورځو سربیره په عادي ورځو کې هم له عطرو څخه استفاده کوي.
څلویښت کلن حاجي ......... چې عطرو سره ډيره مینه لري وایي چې د ځانګړو ورځو سربیره په عادي ورځو کې هم له عطرو څخه استفاده کوي
کلیپ........................ له عطرو څخه استفاده
که له یوې خوا د عطرو کارونه د نړۍ په ډيری هیوادونو کې ترسره کیږي او انسانانو ته یو ډول راحت وربخښي؛ خو له بله پلوه د اسلام سپیڅلي دین هم د عطرو استعمال سنت ګڼلی او زمونږ ستر لارښود محمد مصطفی ص به تل اصحابو کرامو ته د عطرو د استعمال سپارښتنه کوله.
مولوي......... یې په اړه وايي
کلیپ ........................
د كابل ښار يو عطار .............وایي چې د اسلامي امارت په راتګ سره یی د عطرو کاروبار ښه شوی او د تیرپه پرتله اوس ډير پیریدونکې لري او زیاتوي چې په خپله هټۍ کې عطر بیلابیلا ډوله لري چې قیمتونه یې هم محتلف دي
کلیپ ................... عطار
د عطرو استعمال د مینې او محبت ځانګړې برخه ده او ډیری نورې ښیګڼې هم لری خو د عطرونو له ټولو ښيګڼو سره، سره د عطرو استعمال خپل اداب لري، چې باید مراعت شي كه عطر په خپله طريقه ونه كارول شي نو د ګټې پر ځاى ممكن تاوان رامنځته كړي.
کابل میشت د بغلان ولایت اوسیدونکې ډاکټر شاپور تره خیل په وینا ځينې خلک داسې عطرونو استعمالوي تر ګټې یې زیان زیات وي او په ځینو وختونو کې د ناروغیو سبب هم کیږي
کلیپ ........................
خوشبويې او عطرونه د انسانانو په ښكلا او پام اړونه كې اهميت لري او دخوشبویی کارونه که له ویوې خوا د افغاني دودونو څخه ده له بلې لورې سنت عمل هم دی نو پکار ده چې د خوشبو او عطرو کارونه خپل عادت وګرځوو
د یادونې وړ ده چې عطر د لومړي ځل لپاره د مصرهېواد كې رامنځ ته شوی، مصريانو به په خپلو عبادت ځايونو كې عطر د دوديزو مراسمو په ډول سوځول چې د وخت په تيريدو سره لرغوني يونان عطر د ښه بوي لپاره په بېلابېلو رنګونو او ډولونو سره جوړ كړه او اوسمهال يې زيات خلک د نړۍ په اکثره هیوادونو کې د خوشبويۍ په توګه كاروي.
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 47