خبرې

ساخت وبلاگ

کله چې دا کړلې دوه درې خبرې
ما به هم ستا نه اوریدې خبرې
چې د خبرو بی وارې دی وکړه
ما ته ښکاره شوې بی فایدې خبرې
لږ تبسم کوه را وغږیږه
بس کړه نور مه کړه د ګیلې خبرې
فکر کوم وطن کې سوله راغله
ګوره چې نه شته د جګړې خبرې
خود تاریخونه یې لیکې په پاڼو
کړې مشران درنې درنې خبرې
هلته الفاظ د سړي‌ کډه کوي
چې یار کوي‌ په اشارې خبرې
ستا په الوتکې رنګ څنګ کړې وای
دې بې زیانې آينې خبرې
وخته مننه چې رازده دی کړلې
حال سره سم کږې وږې خبرې
افشا کوي دې په کرار يې کوه
بادونه وري ګوره د شپې خبرې
بس کړه عادله را ترغاړې وځه
نورې ونه کړې د لانجې خبرې
ن عادل

+ نوشته شده در سه شنبه سیزدهم تیر ۱۴۰۲ ساعت 14:43 توسط نسیم شاه عادل  | 

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 40 تاريخ : شنبه 21 مرداد 1402 ساعت: 16:12