ته پر هر چا دعوه د يار مه کوه
زړګيه بس نور اعتبار مه کوه
په مطلبي نړۍ سکون د زړګي
لټون ته هيڅ په دې بازار مه کوه
اوسيدل ليرې ترينه ګټه لري
نزدې د خپلو سره کار مه کوه
د هرې خولې خبرې اوره خير دی
هر يوه غوږ ته خپل ګفتار مه کوه
ځينې خبرې بيا له سترګو اخله
هره خبره ته په جار مه کوه
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 48