ورورنو قبول مو شه دا ختم دقران
مبارک مو شه
فضل راوریږي د سبحان
مبارک مو شه
الله ورکړې لوی عزت دی دی مجلس ته
د پآک قران په برکت دی دی مجلس ته
نن رالیږلې رب رحمت دی دی مجلس ته
راضي به وي ستاسو نه حشر کې منان
مبارک مو شه
فضل راوریږي د سبحان
مبارک مو شه
تکرار
دغه میاشت ده د رحمتونو عمل مو ښه کړئ
د قبلیدلو د لمونځونو عمل مو ښه کړئ
یوه موقع د فرصتونو عمل مو ښه کړئ
دا د الله له لورې شوې لوی احسان
مبارک مو شه
فضل راوریږي د سبحان
مبارک مو شه
تکرار
دا پیرزوینه د منان ده خوشاله اوسئ
چې یې درکړې په دا ان ده خوشاله اوسئ
راغلي میاشت د رمضان ده خوشاله اوسئ
رب مو نصیب کړه د جنت حورې غلمان
مبارک مو شه
فضل راوریږي دسبحان
مبارک مو شه
تکرار
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 64