دوبی واله ته !

ساخت وبلاگ

ای له هیواد څخه بهر ملګرو

له خپله کوره در په در ملګرو

تاسو ته هم مبارکي د اختر

وایم که لر یې په که بر ملګرو

ستاسو بچیان ستا په تمه ناست

چې خوږ پلار جان به مې اختر ته راځي

مورکې مو هم دغه غوښتنه کوي

د زړه درمان به مې وطن ته راځي

دا ستا بچې شفیق الله یادوي

ورونه دی هم عیبدالله یادوي

اتل ځاځي پسې خفه کورنې

ټول لوی واړه رحمان الله یادوي

وایې چې کله به نور کور ته راشي

حاجي نادر او رمضان اسحاق زی

د خدا رحیم حاجي ستاینه کوي

حمید الله عبدالسلام الکوزی

په دی پوهیږو چې اړتیا ده د ژوند

داچې د کوره در په در پاتې یې

په پردي ښار کې به نو څه اختر

په شته اختر کې بې اختر پاتې یې

راشئ وطن مو اوس جوړشوی دی نور

نور په پردیس وختونه مه تیروی

د سولې ناوې مو خوره په وطن

بس دی عبس کلونه مه تیروی

رب ته به دغه دعا ګانې کوو

ټول مسافر دی خدای اباد لري

که په دوبې وي که په لر او که بر

الله دی هر یو ځای کې خاد لري

تاسو هم دا د رب غوښتنه وکړئ

افغاستان دی رب را جوړ کړي راته

چې ټول خواره واره راټول شي دلته

هر سړې خپل کاله کې موړ کړي راته

عادل به لپه خپل لاسونه کړي

چې پاک الله مو په خپل کور کړه ورونو

تل به پاک ذات ته دا سوالونه کوي

د مور زړګی مو رب ټکور کړ ورونو

نسيم شاه عادل

شپږ ويشتمه روژه ملي رادیو تلویزیون کابل ۱۴۰۲

+ نوشته شده در دوشنبه بیست و هشتم فروردین ۱۴۰۲ ساعت 12:9 توسط نسیم شاه عادل  | 

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 67 تاريخ : پنجشنبه 7 ارديبهشت 1402 ساعت: 17:13