روژه

ساخت وبلاگ

 

داده  میاشت درمضان غفلت ونه کړی

اوري فضل د سبـــحان غفلت ونه کړی

عبادت په کی څو چنده حســـــــابیري

د الله دی لوی احسان غفلت ونه کړی

دا ډالې د پاک الله په هر مــــؤمن ده

قوت مومی دی ایمان غفلت ونه کړی

دغه میاشت د عظمتـــــو او برکتو ده

دی نازل پکی قران غفلت ونه کړی

که ته ځان لره جنت کې مقام غواړي

تابعدار شه د منان غفلت ونه کړی

شاه ګدا دی که امیر او کـه فقیر دی

دا دي ټول په یوه شان غفلت ونه کړی

ګناهونه په کي واړه بخښل کــــــیږي

چې توبه کړی په ښه شان غفلت ونه کړی

شپه د قـــــــدر یی تر زرمیاشتو بهتر ده

په قران کی دي عیان غفلت ونه کړی

دوزخونه پکې واړه تړل کیـــــــــږي

شیطانان وی اویزان غفلت ونه کړی

ای «عادله» ته پخپـــله ګنهــــــګار یی

بخشش غواړه درحمان غفلت ونه کړی

نسیم شاه عادل

 

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 111 تاريخ : چهارشنبه 19 دی 1397 ساعت: 13:15