خود به زړګي مې په هغې سره درزا کوله
چې دې رقیب سره زما د مرګ سودا کوله
ما هغه وخت د ارمانونو جنازې واخستې
زما پر مخ چې دې د بل سره خندا کوله
په سوي مخ مې خپل کنډر وجود ته پام شوهله
زما دښمن سره د تلو دې چې سلا کوله
نه دا سې نه وه چې زه ستا په مقصد پوه نه ومه
د قصده ما دغه خبره پر تا بيا کوله
زه خو تر اوسه په اظهار د حق خبر نه ومه
کنې د حق خبره تاته ما خطاء کوله
عادله ستا يې په بیلتون باندې زړګی سوزيده
هغې خوښي کړله، همدا يې تمنا کوله
ن عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 70