هغې ويل چې زه ښايسته بريښمه
ما ورته ويل ښايسته خو نه ښکاريږې
بيا يې ويل زه دې خوښيږم کنه
خو ما ويل خوښه مې هم نه يې
ويل يې مړه چې شم خفګان به کوې
ما ويل نه زه به خفه هم نه شم
چې يې د اوښکو سترګې ډکې شوې خاموشه شوله
نو ما يې لاس په لاس کې ونيوه او ومې ويل:
يه ليونۍ ته ښایسته نه يې ته ډيره ښکلې
زما ته خوښه نه يې ما باندې ته ګرانه يې او ډيره ګرانه
او که ته مړه شوې خفه کيږم نه، زه مرم درسپې
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 72