نظم بغیر له تا به هم ژوندې پاتې شم

ساخت وبلاگ

بغير له تا بلا دردونه زغمم

خو د زړه حال چا ته ويلې نه شم

دا مې عادت دی چې په زړه یې تېر کړم

اظهارو يې هیچا ته کولای نه شم

بغير له تا بلا دردونه زغمم

چې په خبرو کې وقفې کومه

دا چې اوږده اوږده زګيروي مې آوری

د بیلتانه په لمن شپې کومه

ګوره شپې تېرې مياشتې کال تېر شو

زما له ژوند په څه رقم جدا يې

ماله دې ټوله زندګي ړنګه لره

غم ته دې پريښی یمه سم جدا يې

خدای په امانۍ نه دې مننه کوم

کور دې ودان چې مخه ښه دې وکړه

زما د زړه زخم دې لا تازه کړ

څومره خونکار فيصله دې وکړه

همداسې ګونګ ښه یم چې پاتې شمه

د زړه سپړل به مې تاوان درکړي

زه بې تفسيره يو کتاب به شمه

تفسيرول به مې تاوان درکړي

چې مې پر کومه ځمکه اوښکې توی کړې

دمحبت يې ښه ګلان راکړل

خو زه هماغسې خزان پاتې شوم

ماته يې دغه لوی تاوان راکړل

مینه ريښتنې وي د روح په رقم

په اړه هر څوک يې پوهیدلی نه شي

پرې پوهیدل دومره اسانه نۀ دي

په دغه هیڅوک نه خبریږي نه شي

له داسې خلکو سره ژوند کومه

د ناکامیو په پیغور مې وژني

او که کامیاب شې بیا هم نه مني

په خپل حسد او په خپل زور مې وژني

عادله خیر که لاړو لاړو جانان

یاد نه مې کله بیلیدلای نه شي

الله دی وکړي د مرګي چې هیر شی

زما نه هیڅ هم هیریدلای نه شی

ن عادل

+ نوشته شده در شنبه ششم اسفند ۱۴۰۱ ساعت 9:43 توسط نسیم شاه عادل  | 

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 74 تاريخ : پنجشنبه 11 اسفند 1401 ساعت: 12:51