حجاب شعر

ساخت وبلاگ

ای خورې په الله قسم شیطان دی ډير مکار

حجاب پرمونږ فرض کړې دی خالق پروردګار

حجاب د ټولو خویندو د نجات ده ښکلې لاره

چې وي نېکه، مخلصه د هغو خویندو لپاره

ته هم خورې حجاب وکړه خپل ستر نه کړې مات

حجاب د الله لار ده پکې نغښتی دی نجات

پوهیږم ځینې خویندې به حجاب ته حیرانیږي

عادت ورسره نه وي په حجاب کې به تنګیږي

دوی دا فکر کوي‌ چې په حجاب کې تاریکي ‌ده

د دوي‌ په فکر دی کې دوي لپاره ناکامي‌ ده

ته فکر کړه سپیڅلې په حجاب به خوندي‌ کیږې

په روی د پاک الله به په لوړ عزم بیا دریږي

غربیان چې د حجاب نه د خلاصون کوي غوښتنه

دوي غواړي چې بی پته کړې زمونږ خورکۍ پتمنه

دوي غواړې مسلمانه چې نړۍ کې شي بی قدر

ددې لیوانو ځان کړه په امان که غواړې قدر

دوي‌ دا فکر کوي چې ازادي بې حجابي ده

ښکلا بی حجابی کې لټوي چې تباهي ده

حجاب کې ستا ښکلا ده ددوي فکر مقصر دی

عادل پروردکار کړې بیان یې مختصر دی

ن عادل

+ نوشته شده در شنبه بیست و دوم بهمن ۱۴۰۱ ساعت 10:2 توسط نسیم شاه عادل  | 

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 76 تاريخ : سه شنبه 25 بهمن 1401 ساعت: 17:23