تنهایې ده يم حيران په توره شپه کې
چې ياد شوی مې جانان په توره شپه کې
بل څه نشته هسې غم غلطول دي
بې له ياره کړم ګذران په توره شپه کې
زه چې نن په یو مغرور ښکلي مين يم
خود دردمن به وينم ځان په توره شپه کې
خاموشي زما څه بله زندګي ده
چپ چې ناست يم په خفګان په توره شپه کې
کله ژاړم کله خاندم ستا په یاد کې
بې باور کړم ستا هجران په تورو شپه کې
زما ژوند ليکل کوي په یاد داستا کې
د يو مات قلم په شان په توره شپه کې
کاش چې زه هم ددې تورې شپې په څېر وی
د رازونو لوی داستان په توره شپه کې
يار به بايلې که ته داسې شاعري کړې
يې عادله چې ګويان په توره شپه کې
ن عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 84