ټوله نړۍ په يو لحظه ختميږي
وطن ړنګيږي بس کيسه ختميږي
پرونی درد دې لا تازه پاتې دې
نن مې د ژوند بله ډيوه ختميږي
دماغ دې خوري کړې چې فکرونه مدام
د مينې غم کې حافظه ختميږي
يو خوا زياتيږي د غمونو ډيري
د بلې لورې مې نشه ختميږي
دارايې هسې هم په دو تللې ده
زړه مې دا ستا په بیلتانه ختميږي
چې پرښتو پسې خبرې کيږي
خود د عادل به حوصله ختميږي
نسیم شاه عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 75