ستا د ځوانی چې پسرلی ووګرانه
وجود زما خود لیونی وو ګله
تا ته درتلل جنت ته تلل مې کڼل
تا ته کتل اعراف کې ځای وو ګرانه
ومه ساده که ستا د مينې لیوال؟
لاس کې نیولې مې زړګی وو ګرانه
دا بی وسي وه او که صبر زما؟
چې مستانه روح مې ګونګی وو ګرانه
ستا د سلوک څخه ګیله نه کوم
زما اخلاص کې به کمی وو ګرانه
د ژوند بلا هیلې يې شنډې کړلې
رقیب د نه سړي بچی وو ګرانه
په ټیټو سترګو وم ستا درته ولاړ
نو د داغلو مې تندی وو ګرانه
ما ته د بدې ورځې یار ګڼلې
خو زما غم تا ته پردی وو ګرانه
عادله خرڅ دی کړو په کمه بیه
ژوند قیمتي وو یو غمی وو ګرانه
ن عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 72