دی چمن کې د ګلونو قدر نشته
ستاسو چم کې خو د زړنو قدرنشته
تقدس د مینې دې ښارکې لیلام دی
د هیچا د ارمانونو قدر نشته
دلته ټول ماده پرست راجمعه شوي
د وجدان د راحتونو قدر نشته
که مظلوم دلته سیلاب داوښکو جوړ کړي
د دغسې سیلابونو قدر نشته
دلته واړه ستا پښې ماتول غواړي
دلته ستا د رفعتونو قدر نشته
دلته خپله ګټه هریو سړې ګوري
د یتیمو اولادونو قدر نشته
خاموشي دلته بهتره راته ښکاري
د غزلو او لفظونو قدر نشته
له دې خلکو نه امان راکړي عادله
دلته ستا د رحمتونو قدر نشته
نسیم شاه عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 78