زلزلی ته!!

ساخت وبلاگ

د حالاتو په لیدو مې ژړا راشي

 په شهیدو فرشتو مې ژړا راشي

جوړ کورونه کنډوالو باندې بدل شو

په معصومو ولسو مې ژړا راشي

د پکتیا او پکتیکا د دنګو غرونو

په نښترو چنارو مې ژړا راشي

دا چې زه یی په سرو وینو باندې لیکم

دې لفظونو ته په کښو مې ژړا راشي

اخ! شدت د زلزلې معصومې کوکې

د مظلوم په اه سلګو مې ژړا راشي

څه بی شمیره قامتونه نسکور کړه

واه د مړو په شمیرو مې ژړا راشي

چې رڼا ورځ به له کومه راښکاره شي

په دا تورو تورو شپو مې ژړا راشي

منم دا به په ازل کې راته لیک وي

د تقدیر په فیصلو مې ژړا راشي

بس د غم له پاسه غم راځي خالقه

او په دې امتحانو مې ژړا راشي

نور مرګو ته مو د صبر ټکې کیږده

 په مرګونې حادثو مې ژړا راشي

دې ژړا نوره د اوښکو وچکالي کړه

په لیکلو افسانو مې ژړا راشي

مونږ همیش عادل الله ته په زارۍ یو

په دعا نه قبلیدو مې ژړا راشي.

نسیم شاه  (عادل)

+ نوشته شده در شنبه چهارم تیر ۱۴۰۱ ساعت 11:48 توسط نسیم شاه عادل  | 

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 93 تاريخ : جمعه 24 تير 1401 ساعت: 11:54