شیخ صاحب ته

ساخت وبلاگ

د حالاتو په لیدو مې ژړا راشي

په شهیدو فرښتو مې ژړا راشي

څه لوی غم د عالِم مرګ د عالَم مرګ دی

د ممبر په نړیدو مې ژړا راشي

منم دا به په ازل کې راته لیک وي

د تقدیر په فیصلو مې ژړا راشي

بس د غم له پاسه غم راځي خالقه

او په دې امتحانو مې ژړا راشي

چې د ورکې مینې یاد پکې ژوندی دی

ستا تصوریر ته په کتو مې ژړا راشي

زړه مې ډک دی خو د اوښکو وچکالي ده

په لیکلو افسانو مې ژړا راشي

داچې زه یي په سرو وینو باندې لیکم

دې لفظونو ته په کښو مې ژړا راشي

رڼا به له کوم لوري ځان څرګند کا

په دا تورو تورو شپو مې ژړا راشي

مونږ همیش عادل الله ته په زارو یو

په دعا نه قبلیدو مې ژړا راشي.d

+ نوشته شده در پنجشنبه بیست و سوم تیر ۱۴۰۱ ساعت 12:49 توسط نسیم شاه عادل  | 

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 90 تاريخ : جمعه 24 تير 1401 ساعت: 11:54