هغه چې په ځان کې ګوهرنلري
دوی د پرمختګ هیڅ هنرنلري
سترګو کې پوره د بازله ذاته وي
آصل کى اثر د کوتر نلري
خپله په وعده باندې وفا نکړي
بل باندې خو ځکه باور نلري
ده ته هيڅ د زړه خبره مه کوه
دا د راز ساتنې هنر نلري
ژوند يې د يوبل په در تيرکړى وي
ځکه يې خبره اثر نلري
ته به يې عادله څنګه وبخښې
څوک چې تمنا ستا د در نه لري
نسیم شاه عادل
۱۳۹۹/۵/۳
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 140