بیرغ

ساخت وبلاگ

تا به ساتو مونږه په وينو د بدن بيرغه

زمونږ هويت يې ،زمونږ، روح زمونږ تن بيرغه

ته ديووالي لوى سمبول يې د احساس نښه يې

ته مو د خاورى ملکيت او د اخلاص نښه يې

ته مو دستار يې د زلمو ته مو يې قرار بيرغه

ته مو د پيغلى لوپټه يې هم سنګار بيرغه

ستا رنګ زما د پيغلې شونډې د اوربل او خال دى

د جنګ په هر يوه ميدان  د زلمي ته بل مشال دى

ته يې دهر يوه عسکر نوم او نښان بيرغه

هم لږيدلى يې په لاس هم په ګريوان بيرغه

کله چى تا خپلو اوږو  باندى را خور کړمه

يو لوى غرور او دبدبه زړه کې انځور کړمه

ټول ملت ستا سپيڅلي نوم باندى ژوندون کوي تل

چې ته هسکيږى ارزوګاني د سکون کوي تل

ته چې رپاند شى خوشالۍ به راټوکيږي بیرته

دغه هيواد به مو له خيره راجوړيږي بیرته

**************

ستا تور،سوراو زرغون رنګ چې ستايل کيږي

سرخندنه د تاريخ  ده چې ياديږي

ته مو وياړ يې ستا له نومه به ځاريږو

مونږه ستا په يادونه نه مړيږو

دا ارزو مو ده له ټولو هيوادوالو

په هر ګوډ کې بيرغ هسک کړئ وطنوالو

مټې ونغاړئ بيرغ مو کړئ اوچت

را بيدار کړئ اتحاد ملي وحدت

ته سمبول زموږ مينې محبت يې

ته مو نښه د يووالي او الفت يې

د سهر نسيم چې تا په رپيدا کړي

د عادل زړه به له تا ځينې شيدا کړي

نسیم شاه  عادل

1399/5/2

+ نوشته شده در پنجشنبه دوم مرداد ۱۳۹۹ ساعت 13:28 توسط نسیم شاه عادل  | 
چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 109 تاريخ : پنجشنبه 12 فروردين 1400 ساعت: 22:36