رشوت

ساخت وبلاگ

رشوت مروج شوی د کابل په دفترو کې

په واړه ادارو کې

 

چی واخلي رشوتونه

پرې ډک کاندې جیبونه

پری کیږدي نور نومونه

په نوم د شیرنۍ او د تخفی اخستل کیږي

جیبونه پرې ډکیږي

 

مامور دی که نوکر!

مدیر دی که افسر !

دوی ټول دی برابر!

ریس دی که امر ټول ورته ناست دي په مورچو کې

په واړه ادارو کې

 

بستونه چې اعلان شي

بیا دوي پرې سره وران شي

په لاس او په ګریوان شي

رییس وایی چې زه مې مقرر کړم خپل خپلوان

دا حق ګڼم د ځان

 

بل خوا ته امران

راغواړي خپل خپلوان

چې دوي دی حقداران

داخل کې جوړ جاړې او مقرر پکې کسان شي

راغلې پښیمان شي

 

نو غوږ شه زما وروره

کیسه ده دلته نوره

بیا بیا اعلان ته ګوره

بستونه ځنډوي چې مې فارغ خپل او خپلوان شي

سړی ورته حیران شي

 

بیا وایې په جلسو کې

انصاف کړو په کارو کې

په ټولو ادارو کې

راځئ چې فیصله وکړو د عدل او عدالت

زمونږ پر منفعت

 

عادله په قرار شه

پخپله توبه ګارشه

د نورو نه بی زار شه

حالات ترنګلې شوي نه چې راشې تنقیصو کې

په واړه ادارو کې

 

رشوت مروج شوی د کابل دفترو کی

په واړه ادارو کی

ن عادل

 

 

 

 

 

 

+ نوشته شده در دوشنبه هفدهم آذر ۱۳۹۹ ساعت 10:43 توسط نسیم شاه عادل  | 
چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 74 تاريخ : پنجشنبه 12 فروردين 1400 ساعت: 22:36