ښه خلک دی یوړل، ګمراهان درڅخه پاتې دي
مرګه د جنت، ټیکه داران درڅخه پاتې دي
مرګه دوی خو ټوله نړۍ اور پورې نیولې ده
مرګه ورته راشه، غداران درڅخه پاتې دي
مونږ ته د موسی غوندې نجات له فرعونیت راکړه
مرګه د فرعون، وارثان درڅخه پاتې دي
ډير خلک یی ستا غیږی ته یوړل د جنت په نوم
مرګه دا هم دروړه، قاتلان درڅخه پاتې دي
هر یو کور یې مونږ ته په بارودو سوزولی دی
سم وګړي نه دي، ټول باغیان درڅخه پاتې دي
تل یې د پردو لپاره خپل وطن وران کړی دی
مرګه تخریبکاره، مشران درڅخه پاتې دي
مرګه ته رادرومې او که نه، دوي ته ضرور راشه
مرګه ډير بدمرغه شان کسان درڅخه پاتې دي
تل یې چې لاسونه د بل وینو کې سره کړي دي
هسې تش په نوم دا بزرګان درڅخه پاتې دي
مرګه که ورځې په هر جابر او هر غدار ورځه
ژر یې رانسکور کړه، ګمراهان درڅخه پاتې دي
مرګه د عادل ذات عدالت سره اقدام کوه
مرګه د نړۍ دعوه داران درڅخه پاتې دي
ن عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 106