چې ورکړی دی کم عمر ذالجلال
دې امت ته په کې شته دی لوی کمال
چې په نورو امتو یې کړو اوچت
دا د ځنیو خاصو ورځو په برکت
په دی ورځو کې دی زیات فضیلتونه
په کې شته دی ډیر محکم روایتونه
عبادت په کې څو چنده حسابیږي
هم دعا په دغو ورځو کې قبلیږي
ځنې ورځې یې تر ټولو دي بهترې
ذکر شوي په قران لکه شکرې
د هغې نه یوه ورځ د عرفې ده
ای مؤمنه قبلیدونکې د توبې ده
چې په شپه د عرفې کړي عبادت
پرې وریږي د خالق تعالې رحمت
په دی ورځ کې الله ډيرزیات بندګان
رابهر کاندې د اوره د نیران
دغه ورځې د توبې د قبلیدلو دي
دغه ورځې د ګناه د پاکیدو دي
چې په ورځ د عرفې څوک روژه کیږي
دوه کلنه ګناه ده ته بخښل کیږي
ای بنده پکې توبه او استغفار کړه
د خدای وړاندې دریدو ته ځان تیار کړه
رب به درکاندې عادله جنتونه
که دی وکړه د خپل رب عبادتونه
نسیم شاه عادل
چې سر باندې مې وخیژې...
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 190