بی ځایه دودونه

ساخت وبلاگ

 

ځوانان مو په ودو پسې ګرځيږي په ملکونو

وطن مو بدرنګ کړی دی بی ځایه رواجونو

اول چی د واده لپاره وکړو موږ تکل

خنډونه راپیدا به شي په دی سره هرځل

واده په کور به جوړشي له همدی ځایه غوبل

ښادیانې یې بدلیږی دلته ټولې په غمونو

وطن مو بدرنګ کړی دی بی ځایه رواجونو

ولور ته یې چې ګورې دادی بل یو مصیبت

ترې پاتې بیا واده وي چې اخته وي په غربت

چې نه وي په خارج کې نه لري ددې طاقت

په سلو کې یې لس کسه توان لري ای ورونو

وطن مو بدرنګ کړی دی بی ځایه رواجونو

هوټل کې یې واده کول یو بله وا ویلا ده

چې څوک توان ونلري دا هم ورته بلا ده

په دی وخت کې نو بیا هم دغریب خونه تالا ده

کوژده کې داشرطونه تړل کیږي په پلرونو

وطن مو بدرنګ کړی دی بی ځایه رواجونو

یو بل راواج جوړه کول لپاره د میرمنې

په دی کې هم پرتې دي د زلمي په کاله غنې

لکونه پیسۍ لګي چې خوړه کړي د پتمنې

د پیغلې او زلمي کور بیا اخته وي په جنګونو

وطن مو بدرنګ کړی دی بی ځایه رواجونو

واده کول چې تیر شي دلته بیا شته څو خبرې

په ډیره مجبورې یي پیدا کړي وي ډالرې

قرضو سره وي مخ، وهي غربت سره ډغرې

لاسونه کړي دننه په خالي خالي جیبونو

وطن مو بدرنګ کړی دی بی ځایه رواجونو

میرمنه وایي کړي دي واده باندې خرڅونه

پدې زه ګرمه نه یمه، زه غواړمه سیلونه

نو ما ته به هم ته پوره  کوی فرایشونه

عادله ذاته مل یې شه چې خلاص شي له قرضونو

وطن مو بدرنګ کړی دی بی ځایه رواجونو

ن عادل

+ نوشته شده در یکشنبه دهم اسفند ۱۳۹۹ ساعت 13:39 توسط نسیم شاه عادل  | 
چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 113 تاريخ : پنجشنبه 12 فروردين 1400 ساعت: 22:36