د زړه دردونه می لا پټ دی د لــــیدلو نه دي
ډيرې ګیلې په زړه لرم چـــــــې د ویلو نه دي
چا چې زما په ژوندانه باندې لمبې پورې کړې
ستا اوسیدل هغوي سره بیا د زغملو نه دي
نا منظم ټولی همیش فکر په دی کوي چې
دا منظم اشخاص په دوي کې د منلو نه دي
دا چې په خاوره د وطن یې قرباني ورکړی
دغه نامـتو اتــلان هیڅ د هــــیرولو نه دي
چې یې هیواد خرڅ کړو بدل کنډوالو یې کړلو
داسې نومونه په تاریـخ کې د لیـکلو نه دي
عادله ستا زړګی پدې درد او فریاد کوي چې
ډيرو خاینو ته القاب د ورکولو نه دي.
نسیم شاه عادل
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 116