ربه داسې امن غواړو
داسې سوله مو نصیب کړی
چې د نوي کال په پيل کې
مو د نوې پيړۍ نسل
نوي فکر سره پاڅي
نوی نوی ژوند شروع کړي
د جګړو او د جنګونو
د بارودو د بمونو
د مرميو د ټوپکو
او د کرکې نفرتونو
ټول نومونه داسې هیر کړي
چې يې رانشي په ژبه
چې په شونډو یې وانخلي
او د سولې او د امن
د دوستۍ او ورورولۍ
يوه ښکلې او ځلانده
فضا داسې راښکاره شي
چې د ټول هیواد په کچه
ټول په یو ټغر راټول وي
ټول فکرونه زمونږ يو شي
او د یو بیرغه لاندې
که پښتون که تاجک دی
که ازبک دي که بلوڅ دي
که ترکمن که نور قومونه
ټول د يو بله قربان شو
ټول په يو لاره روان شو
ژبني تعصبات پریږدو
مذهبي نزاع کړو هیره
د قومونو د سمتونو
فاصلې کړو سره لنډې
لر او بر نومونه پريږدو
دا کيسې کړو سره ختمې
يو د بل د درد درمان شو
په عمل کې جاويدان شو
ټول د لوی افغانستان شو
ټول د لوی افغانستان شو
نسیم شاه عادل
نوی کال نوی هيله. 1400
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 110