د پسرلي هوا چليږي ګوره ښه موسم دی

ساخت وبلاگ

د پسرلي هوا چليږي ګوره ښه موسم دی

که محبت ته دى زړه کيږي ګوره ښه موسم دی

ستا پيغلتوب دى او زه هم نوى زلموټى يمه

دا نو بهار رانه تيرتيږى ګوره ښه موسم دی

نرګس سینه درته پرانيستى خوشبويي خپروى

دلاله سترګې نن غړيږى ګوره ښه موسم دی

شين او زرغون ټغر په ځمکه غوړوي پسرلى

غرونه رغونه زرغونيږي ګوره ښه موسم دی

نوى کال ګوره نوې نوې خوشاليانى راوړي

د ژوندانه پاڼه بدليږي ګوره ښه موسم دی

سپینې کوترې ته هم وايم په تلوار را درومه

افغانان تاته هوسيږي ګوره ښه موسم دی

ډیر پسرلي مو سفري کړل ډیر کلونه تیرشول

عمر زمونږه نور کميږي ګوره ښه موسم دی

سهار وختي باد نسیم سره ملګرې راشه

عادل له تا به رخصتیږي ګوره ښه موسم دی

نسیم شاه عادل

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 112 تاريخ : جمعه 29 فروردين 1399 ساعت: 0:08