غریب مامور

ساخت وبلاگ

په ژوند کې له غربته تل ګرځيږي سرګردان

مامور غریب وي یو مړۍ ډوډۍ لره حیران

--------

راځه د مامورینو ژوند ته لږ وکړو نظر

د دوي د مشکلاتو به ځانونه کړو خبر

غریبه طبقه ده، تل وي ستونزو سره سر

ژوندون یې خالي نه دی هیڅ ستونزې او خفګان

مامور غریب وي یو مړۍ ډوډۍ لره حیران

--------

په لاره چې سحر وختي روان وي وظيفې ته

چې کمه کرايه يې وي  ورګوري به هغى ته

موټرو کې اخر به پورته کيږى یو ډبې ته

په ټوله لار له شر او شوره ډير وي پريشان

مامور غریب وي یو مړۍ ډوډۍ لره حیران

 

---------

دفتر په لور چې ځي نو لاره ده باندى شي بنده

په خط سير کې ګير شي نو خبره شي بى خونده

ترى لاړه حاضرى شي هم قضا شي ترېنه دنده

عاجر باندى په ددی  ورځې کرا هم شي تاوان

مامور غریب وي یو مړۍ ډوډۍ لره حیران

---------

دا بله يې در واخله چې دفتر ته شي دننه

رئس صاحب ته ورشه ستا یې کړله نن پوښتنه

بستونه تنقیصیږي ښایی شى په کى غمجنه

دا بل مصيبت ګوره دلته کړي به هم نقصان

مامور غریب وي یو مړۍ ډوډۍ لره حیران

--------

 

  چی کور ته شی دننه، وایی گاز په خلاصیدو دی

خبر ددی نه، نة وي چی کیلو یې بیا په څو دی

بوره هم کور کې ختمه ده، کمی هم د اوړو دی

نو دی غریب به بیا شي د هټۍ په  لور روان

مامور غریب وي یو مړۍ ډوډۍ لره حیران

---------

معاش چې کله واخلي د هټۍ په لور روان شي

چې نرخ د سودا وګوري په يو دوه کې  حيران شي

د وړو او د غوړو؛ بورې، په بيه پریشان شي

هټۍ واله ترې غواړى تير پورونه په دا آن

مامور غریب وي یو مړۍ ډوډۍ لره حیران

-----------

 په زړه کى داسې وايي دغه مياشت  به پوره نه شي  

چې دغه مياشت مې تيره شي ارامه به مې زړه شي

په دا ځلې تنخوا به مې واړۀ، واړه ماړه شي  

خبر ددى نه، نۀ دى چې يې عمر دى روان

مامور غریب وي یو مړۍ ډوډۍ لره حیران

------

بچو ته وايي ځم چې درته راوړم کبابونه

چې راغلمه نو تاسو به ترې واخلې ښه خوندونه

 بى غمه به يي وخورئ پرې ماړه به کړو ځانونه

دا ځکه چې تری غواړي کبابونه هر زمان

مامور غریب وي یو مړۍ ډوډۍ لره حیران

---------

دده ژوندون کې شته دى ډيری هیلې اميدونه

په زړه کې يې پراته دى ښه بى شميره ارمانونه

امرو مرو لري به ستا دربار ته سوالونه

عادله ذاته ته يي ورپوره کړی په ښه شان

مامور غریب وي یو مړۍ ډوډۍ لره حیران

--------

درک به يي جیب کې نه وي د پیسو او د غران

مامور غریب وي یو مړۍ ډوډۍ لره حیران

نسیم شاه «عادل»

۱۰/۲۸/۱۳۹۸

 

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 105 تاريخ : جمعه 16 اسفند 1398 ساعت: 15:24