موږ سوله غواړو

ساخت وبلاگ

جنګ دى نابود شي ترې نفرت کوو موږ سوله غواړو

خپلو کې مينه محبت کوو موږ سوله غواړو

هغه چې ځان لره جګړه كې  خپل سکون لټوي

له داسى خلکو بغاوت کوو موږ سوله غواړو

 پرديو موږ باندى تراوسه جنګ راوتپلو  

باقي به ژوند د شرافت کوو موږ سوله غواړو  

مرور ورونه به مو بيا سره راټول کړو بىرته

پريکړى به موږ په عدالت کوو موږ سوله غواړو

د جنګ ټغر به کړو راټول نور له ټاټوبي ځنې

پر يو او بل به شفقت کوو موږ سوله غواړو

هڅه مو داده پرمختللي ژوند ته لار جوړه کړو

سوال د عادل رب له عظمت کوو موږ سوله عواړو

نسیم شاه عادل      

 

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 112 تاريخ : جمعه 16 اسفند 1398 ساعت: 15:24