راته وغواړه مورجــــانی مغفـــــرت
چې نصیب می ستا دعا شې هم رحمت
ته دعـــــــا د زړه د تله ما ته وکړه
ستا دعا کې دی د ټول جـــــهان طاقت
ستا د پښو مچه کولو ته اړمند یم
ځکه ستا دپښــــو دلاندی دې جــــنت
ته ځـولۍ د رحـــمتونو راخــوره کــړه
ستا ځولۍ کې دي دنــیا او اخـــــــرت
که هر څو زه ستا نه ځاراوصدقه شم
در به نه کړای شم بدل ستا دزحــمت
زه عادل ستا دعا په طمع ناســـت یم
چې محروم نه شم له دغه لوي نعمت
نسيم شاه (عادل)
چې سر باندې مې وخیژې...برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 105