ښځه دژندون د جوړښتونو یو ښـــکلا ده
ښځه حــقیـقت کې د تمــام جـــهان بقا ده
ښځه ده چې ژوند یي نارینه ته وربخښلی دی
ښځه دهر شــــخـص د بدن لــپاره ساه ده
ښځه زرغونه ده احمدشاه غوندی بچیان روزي
ښځه مـلالۍ ده اونــــازو ده چې آنا ده
ښځي پیدا چي سقراط اوافلاطون شولو
ځکه خو دلــــویو عالمانو رهنـــــما ده
ښځه خُدَیجه ده د نبی یی حمایت وکړو
ښځه عایشه ده چې ده د ایمان بله رڼا ده
ښځو د اسلام لپاره ډیري قربانۍ کړي
وګوره تاریخ ته سُــومیّه ده که اَسمَا ده
ښځي اولیاء او انبیاء تولد کړي دي
ځکه خو“عادله” تا لیکلې دا وینا ده
نسیم شاه عادل
چې سر باندې مې وخیژې...برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 126