دعایه شعر

ساخت وبلاگ

د ژونــدانه هره لمحه راته پیــــــــغور شو ربه
ستا بندګي راته سکروټه شوه ســـور اورشو ربه
ســــتا عبادت ته به اوس هم زه امنـــیت غواړمه
ستاپه سجده کې مې هم وژني ظلم زور شو ربه
ښـــه په بنډار کې ربه تا سره چې بوخت وو کله
په داسې وخت کې مې مسلم بچۍ چپ چورشوربه
زه دا مـــنم چې امتحان په مؤمـــــن هم راځي خو
ستا امتــــحان کې مې وطن واړه نسکور شو ربه
جنګ او جګړه او بلاګانې مو په کــــور راغلي
نورمومرګو ته صبر ورکړه زړه مو تور شو ربه
سپیــــــــنه ټوټه د مکتـــــبۍ ټکري ته پاته نه شوه
ټول چنارونه مې تابوت شو چور مې کور شو ربه.
ن“عـــــــــــــــادل”

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 119 تاريخ : چهارشنبه 19 دی 1397 ساعت: 13:15