پسرلی

ساخت وبلاگ

        پسرلى شو سره  ګلونه زرغونيږي

مسـتې مستې هواګانې دى چليږي

دبلبلو چغار هرى خوا ته جوړ دي

بوراګان دي چې د ګلو نه تاويـــږي

شین ټغرځمکې اغوستې شنه فضاده

شينکي بوټې هر راغه کې راټوکیږي

په شنه غره کې بياشپونکی غزلې وايي

دنګې دنګې انګازې ترينه جـــګيږي

په هرلورې دسپرلي وږمې خــورى دي

په سروګلو چاپیریال ښکلې ښکاريږي

بیاطوطيان به په هر بڼ کې غزلبول شي

په هر بڼ ښکلې نارې اوريدل کــيږي

اوس سپینکۍ کوتره هم راپورته شوی

افغـانان په یو ټغر بـــــــــه راټولیږي

د سهر نسيمه مســــــتې څپى راوړه

دعادل زړه ستا وږمو ته هوســيږي

نسيم شاه عادل

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 117 تاريخ : يکشنبه 1 دی 1398 ساعت: 17:55