ځنیې خبرې د کولو نه وي
د ځینو تاب د اوریدلو نه وي
ځینې وي داسې چې حیران به دی کړي
په زړه کې وس یې د زغملو نه وي
ځینې خبرې زړه کې لار جوړوي
هغه بیا هیڅ د هیرولو نه وي
ځینې پیغور خو سړی لولپه کړي
ځینې وینا د اوریدلو نه وي
په ځینو ځینو پسې ځينې ګرځي
هغه چې چا ته د ویلو نه وي
ځینې کارونه ځینو خلکو لره
په ځينې وخت کې د کولو نه وي
په ځينو ځینو کې د ځينو سره
ځان په انډول د اچولو نه وي
د ځینو ځینو یارانه عادله
لکه د زهرو ګوټ د څښلو نه وي
نسیم شاه عادل
۱۳۹۸/۲/۲۶
چې سر باندې مې وخیژې...برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 113