د قدر شپه

ساخت وبلاگ

 

 

دقدر شپه خو منوره شپه ده

د کال تر ټولو شپو بهتره شپه ده

ذکر یی تل په هر زمان کې شوی

په سیپارو د پاک قران کې شوی

 په دغه شپه شولو نازل پاک قران

 شو منور ور سره واړه جهان

تر زرو میاشتو یې بهتره کړله

قران پاک تر ټول غوره کړله

وخت یې ښودلې پاک سرور دی

په احــــــــــــادیثو کې بهتر دی 

وایي ورستیو لسو روژو کې راځي

په جفتو نه، په تاقو شپو کې راځي

په شپه د قدر چې کوي عبادت

ملایکان په هغوي وایي رحمت

ګناه د ټول عمر یې وبخښل شي

د پاک تقدیر یو کال یي ولیکل شي

لوی ملایک په دغه شپه کړي اعلان

وایې الله نه،شته غوښتونکې کسان

درب عزة نه چې غوښتنه  وکړي

پرې ذوالجلال به لوروینه وکړي

الله قبوله به دعا کړې ددوي

هم منزلت به وربالا کړې ددوي

د یوراتلونکې کال تقدیرد خلکو

په دغه شپه کې شي تحریر دخلکو

په دغه شپه به الله  ډيربنده ګان

کړې را بهر د دوزخو له  نیرا ن

 ربه زمونږ په دغه شپه نصیب کړه

ستا عبادت کې موحصه نصیب کړه

نسیم شاه عادل   

۱۳۹۸/۲/۲۶

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 159 تاريخ : يکشنبه 1 دی 1398 ساعت: 17:55