ژوند زما تیریږي په مزه مزه
ورځ تر بل سختیږي په مزه مزه
مونږ پرمختګونو ته لیواله یو
عمر مو لنډیږي په مزه مزه
زما د للمې بوټې مړاوي شوي دي
پریږده چې وریږې په مزه مزه
زه د ژوند نیمګړې کیسه وبه کړم
بیا رانه هیریږي په مزه مزه
دلته د غمونو سودا ګرمه ده
لاپسې زایاتیږي په مزه مزه
ما ورته الف او با ښودلې دي
اوس راته نیغیږي په مزه مزه
ای عادله زړه دی د ماشوم شولو
هر وختې ژړیږي په مزه مزه
نسیم شاه عادل
چې سر باندې مې وخیژې...برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 134