نزدی مینه

ساخت وبلاگ

 



دا چې ډيره مو نزدی ده سره مینه
مونږ تړلې بی اثرې ده سره مینه
کله راشي کله زه ورله ورځمه
زمونږ جوړه په همدی ده سره مینه
په دې مینه کې بل څوک کله ځاییږي
بس، زما او د هغې ده سره مینه
چې دوکه مکر فریب یې منځ کې نشته
نو، ریښتینې مو په دی ده سره مین

دا یوازې حقیقت باندې څرخیږي 

ګني کړې زمانې ده سره مینه 
عادل کړې اوس په سپینه رڼا ورځ ده
نه چې کړی مو د شپې ده سره مینه
                    نسیم شاه "عادل

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 124 تاريخ : يکشنبه 1 دی 1398 ساعت: 17:55