لوی اختر

ساخت وبلاگ

په خیره راغلې په خیر راشي ای اختره

خدای دی تل لره اباد او بختوره

تاکې کیږي به د ډیرو دیدنونه

پوره کیږي د مینو ارمانونه

ستا راتله دی مبارک وي لوی وړو ته

مبارک شې معتبرو پرکـــــــــنو ته

ټول دوستان به یو تربله غاړه ورکړي

هم به وکړي عبادات هم به اختر کړي

ستا راتلو کې قرباني کړي په مینه

هم به تویه کړې د خدای په نامه وینه

ډير خفه دوستان به بیا سره پخلا شي

تیر کینه نفرت به ټول ترینه جدا شي

ستا راته دی خدای د سولی پیلامه کړي

چې افغانان ولس ته جوړه بهانه کړي

خدای دی وکړې چې ته تل ترتله اوسې

او که نه دا بد مرغې درسره یوسې

مونږ راوړه سوله مونږه  پرې خوشال کړه

عادل ذاته زمونږ سوله بل مشال کړه.

نسیم شاه عادل

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 112 تاريخ : يکشنبه 1 دی 1398 ساعت: 17:55