زشت وزیبا

ساخت وبلاگ

په ډیرې بخښنې سره 
راځه چې سره کښینو سره وبه یې کړو دواړه

خبرې  اشنا ښي لګي خوږې په مازیګر کې

ته ماته چې پرې کښینې او زه تاته مخامخ شم

چوکۍ د یار دیره کې دي پرتې په مازیګر کې

زه تا چې پرې راسم اشنا کړم خوند به درله درکړي

چې وګورې ددې کلي باغچې په مازیګر کې

په وار باندې پرې ښکته پورته کیږه ساه پرې اخله

ثواب لري اوږدې کوه سجدې په مازیګر کې

چې لاس کې درته درکړمه خبر به شې زړګیه

فایدې لرې مسواک چې یې وهي په مازیګر کې

چې پښي یې کړې ورپورته له ثواب به برخمن شې

اوږو ته چې کړې کټ د جنازې په مازیګر کې

جامونو کې یې واچوه له څښلو یې خوند واخله

را ډکې له زمزمو کړه پیالې په مازیګر کې

په خوله کې یې سر ورکړه ټوله شپه به یې ارام کړې

بچی دی چې شي موړ،وخوري شیدې په مازیګر کې

چې مینځ یي وي چاودلې سره دانه پکې ښکاریږي

د خونده ډک انار چې راشکوې په مازیګر کې

عادله په غـــــــزل یـــــــــــي ننباسه پروا نشته

ښکلا نه ډک لفظونه چې ګنډې په مازیګر کې

نسیم شاه  عادل

 

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 147 تاريخ : يکشنبه 1 دی 1398 ساعت: 17:55